ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي امیرخان متقي او د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال لیدنه؛ د افغانستان او ترکمنستان پر دوو اړخیزو اړیکو او ګڼو نورو مهمو موضوعاتو خبرې شوي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي او مل پلاوي د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر  رشید مُرَدوف سره لیدنه کړې.

په دې کاري ناسته کې چې دواړو د بهرنیو چارو وزیرانو یې مشري کوله د افغانستان او ترکمنستان پر دوو اړخیزو اړیکو، په عشق اباد کې د افغانستان د دیپلوماتیک حضور د سطحې لوړولو، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل، هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا زیاتوالي، لاجوردو لاري احیا، د افغانستان د رېل پټلۍ پر پراختیا او د ترکمنستان د پانګونې په تړاو خبرې شوي دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له خپل ترکمن سیال څخه د بلنې او هرکلي مننه کړې او ویلي يي دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ او راتګ زیاتوالی د نژدې او دوستانه اړیکو ښکارندويي کوي.

مولوي امیرخان متقي زیاته کړې؛ د دوې اړخیزې سوداګرۍ او مالونو انتقالاتو کې د زیاتوالي په موخه باید افغان سوداګرو او ټرانسپورټي پرسونل ته د ترکمنستان د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې راشي.

سرپرست وزیر له ترکمن لوري مننه کړې، چې د افغانستان د رېل پټلۍ پرسونل ته یې معیاري روزنه ورکړې او هیله یې څرګنده کړه چې افغان محصلینو ته د ترکمنستان بورسيې زیاتي شي.

سربېره پر دې ښاغلي متقي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل په تړاو د افغانستان د هر اړخیز چمتووالي په اړه پوره معلومات وړاندې کړي او هیله یې څرګنده کړې، چې په نژدې راتلونکي کې دواړه هېوادونه وکولای شي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل پرانیزي.

همداراز د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د هرات نورالجهاد سبسټېشن کې د کارونو د پرمختګ، هرات ولایت کې د برښنا زیاتوالي او د ټاپ پروژې په اړه د افغان لوري د تیاریو معلومات وړاندې کړي دي.

مولوي امیر خان متقي ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د بهرني سیاست یوه اساسي ستن اقتصادمحوري ده، چې په سیمه‌ییز اقتصادي اتصال تمرکز لري او د افغانستان د لویو لارو او رېل پټلۍ جوړول د امارت په لومړیتوبونو کې دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ترکمن لوری هڅولی، څو د تورغنډۍ-هرات ښار او اندخوی-شبرغان پر لور تر مزارشریف پورې د رېل پټلۍ د لیکې د غځولو په برخه کې پانګونه وکړي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ افغانستان سره یې د هېواد د سوداګرۍ زیاتوالی ستراتیژيک لومړیتوب دی او دواړه ټیمونه به کار وکړي، چې ترکمنستان ته د افغان سوداګرو او ټرانسپورټي پرسونل تګ راتګ کې اسانتیاوې راشي.

ښاغلي مُرَدوف تیاری ښودلې، چې افغان محصلینو ته د برښنا، رېل پټلۍ، ټرانسپورټ او ګازو په برخه کې بورسيې ورکړي.

نوموړي ویلي؛ هېواد یې د ټاپي پروژې په برخه کې کافي کار کړی دی او د دواړو هېوادونو مشترک ټیمونه به کار کوي، ترڅو په لنډ راتلونکي کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کار پیل وشي او ټاپي پروژه یې د ترکمنستان لپاره ستراتیژیک اهمیت بللی دی.

رشید مُرَدوف ویلي، د دوی ټیمونه هرات کې کار کوي، چې د نورالجهاد سبسټېشن ظرفیت پورته شي ترڅو د هرات ښار شاوخوا سیمو ته برېښنا لا زیاته شي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، د افغانستان پر لور د وسپنې پټلۍ غځونه یې هېواد ته ستراتیژیک اهمیت لري.

نوموړي ویلي؛ تورغنډۍ کې د رېل پټلۍ د سټېشن د ظرفیت لوړولو طرحه نهايي شوې ده، دواړه تخنیکي ټیمونه به کار ته ادامه ورکړي ترڅو ژر یې د کار پرانیسته وشي.

په دې یو ورځنیو کاري مذاکراتو کې د لاجوردو لارې په پراختیا هم خبرې شوي او هوکړه شوې، چې په نژدې راتلونکي کې په عشق اباد کې د لاجوردو لار د مسیر پینځه ګونو هېوادونو د استازو ناسته ترسره شي.

دواړو لوریو هوکړه کړې، چې په لوړه کچه پر اړوندو برخو ګډ کار ته ادامه ورکړي، ترڅو د دواړو هېوادونو د ګټو په برخه کې ستر عملي ګامونه پورته شي.