ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتيا سرپرست وزير: هېواد مو بې سیاله امنیت څخه برخمن دی، نو اړینه ده چې هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې شي

د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد په قطر کې د هالينډ له شارژدافیر او یاد هېواد د همکاریو د سازمان د مسوولې سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزه همکاریو، د تلپاتې او پر ځان بسیا روغتیایي سیستم پر اړتیا، د ریښتينو روغتیایي معلوماتو او روغتیایي لومړیتوبونو اړوند د پوهیدلو او اغیزمنو روغتیایي پروژو د ډیزاین لپاره د روغتیا وزارت مستقیم تعامل او اوږد مهاله همکاریو باندې خبرې شوي.

د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد ویلي؛ افغانستان خوشبختانه اوس د تیر په نسبت د بې سياله امنیت څخه برخمن دی، امنيت يې د ډاډ وړ دی نو اوس ښه وخت را رسيدلی، چې افغانانو ته د روغتیا په برخه کې لا زیات او معياري خدمتونه وړاندې شي.