غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو د یووالي جام په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ځوانانو د یووالي جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د ستاره ګان علودال او سبزاندیشان اب برده لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې ستاره ګان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۹/۷ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
دغه سیالۍ، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي موخه یې د لوبغاړو ترمنځ د یووالي رامنځته کول او د فوټسال ورزش ته وده ورکول دي.