د قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي له ملي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي؛ تېر یوه کال کې د هېواد په کچه له ۵۰۰ زیاتې سترې او وړې ولسي شخړې، چې د ښکېلو خواوو له لوري سلګونه کسان پکې وژل شوي او ګڼ مالي زیانونه یې لیدلي و، د جرګو او مرکو له لارې حل شوې دي.
د نوموړي په وینا؛ له ګاونډیو هېوادونو سره سرحدي او صفري نقطې هم ارزول شوې او د نوي پلان په ترڅ کې به یادې سرحدي نښې چې په وینا یې زړې شوې له سره تازه کړي.
ښاغلي غزنوي زیاته کړې، چې قومونو او قبایلو چارو وزارت په تېر یوه کال کې کوچیانو ته په بېلا بېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړې او شته ستونزې یې ورحل کړې دي.
د قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال ویلي؛ دغه وزارت لس علمي مرکزونه لري، چې د لیرې پرتو او له زدهکړو بې برخو سیمو زرګونه ځوانانو ته یې ګڼې ښوونیزې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
دغهراز په لیرې پرتو سیمو کې خلکو ته شاوخوا ۱۲۸ روغتیایي مرکزونه هم جوړ شوي، چې په عادي ډول روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
اسرار وصال