د غزې په جنوب رفح ښار کې د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو برید کړی، چې له امله يې د ۶ ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان شهیدان شوي.
رفح ښار کې اوسمهال نیږدې یو میلیون بېځایه شوي فلسطینیانو پناه اخیستي، چې د غزې د نفوس نږدې نیمايي برخه تشکیلوي.
په دې ښار کې پناه اخیستلو ته اړ شوي کسان له خورا بد بشري وضعیت سره مخ دي، په کېږدیو یا موقت پناه ځایونو کې ژوند کوي او پاکو خوړو او اوبو ته لاسرسی نه لري.
صهیونیستي رژیم د نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له خبرداري سره سره پر رفع ښار بریدونه جاري ساتلي، تر دې چې اوسېدونکي یې له سخت بشري ناورین سره مخ دي.
د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسي د نږدې ۹ زره ماشومانو په ګډون څه باندې ۳۰ زره فلسطینیان شهیدان او له ۷۰ زره زیات ټپیان شوي دي.