ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بلخ ولایت په ګڼو ولسوالیو کې په مالدارانو خوراکي مواد وېشل شوي

بلخ کې د بیړنۍ کمېټي لخواه د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د دغه ولايت ګڼو ولسوالیو مالدارانو ته خوراکي مواد او د حیوانانو لومړني مواد ويشل شوي دي.

د بلخ ولايت وياند حاجي زيد ویلي؛ له تېرو څو ورځو راهیسي د بلخ ولایت د مرکز ترڅنګ په ټولو ولسوالیو کي د واوري د اورښتونو سخته څپه راغلې، چي د دې اورښتونو له امله د یو شمېر ولسوالیو لاري بندي شوي وې، ولس یې له خوراکي توکو له کمښت سره مخ وو، حیواناتو یې مړه شوي، په زیاتو ساحو کي حیوانات او یو شمېر کورنۍ د اورښت له امله په واوره کي بند پاته وو.

د بلخ والي محمدیوسف وفا د بیړنۍ سپارښتني په بنسټ د مرستیال والي په مشرۍ اضطراري کمېټه ټاکل شوې، چې د بلخ ولایت مقام، د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست، د ۲۰۹ الفتح قول اردو، ټولګټو چارو ریاست، اقصاد ریاست، زراعت ریاست، د پیښو پروړاندي د مبارزې ریاست، صحت عامه او شمېر نوري دولتي ادارې په ګډه د ټولو هغو ولسوالیو لاري له مرکز سره ونښلولې، چي د واورو له امله بندي شوي وې، ولس ته یې خوراکي مواد رسولي او حیواناتو ته یې د خوراکي موادو د رسولو ترڅنګ د دوی ژوند ژغورلی دی.

د بلخ ولایت د کلیو د بیارغوني او پراختیا رییس مولوي یار محمد شبیر ویلي؛ د اړونده ټولو ولايتي ریيسانو کاري ټيمونو ته یې د بلخ والي په لارښونه، چي د شته امکاناتو څخه په ګټي اخيستني سره دي ټولي واوريني لارې او سړکونه له واورو څخه پاک او د هېوادوالو د تګ راتګ پر مخ پرانيزي، د ولس او حیواناتو ژوند دي وژغوري او د ولس ترڅنګ هغه سیمو کې چې حیوانات اوسیږي خوراکي مواد ورته ورسوي.

نوموړي زیاته کړې؛ تر دې دمه د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ د حیواناتو لپاره درې موټره خوراکي مواد (بوس) او ولس ته یې خوراکي توکي رسول شوي.

البرز ولسوالۍ ته نهه موټرونه د حیواناتو خوراکي مواد او ولس ته خوراکي توکي، چمتال ولسوالۍ ته درې غټ موټرونه د حیواناتو خوراکي مواد او ولس ته خوراکي توکي، زارع ولسوالۍ ته دوه موټرونه، د البرز والسوالۍ قزلکودک سمي ته دوه موټره، شولګري ولسوالۍ ته پینځه موټره، کشندي، چهارکینت او بلخ ولسوالۍ ته یو یو موټر، د بلخ ولسوالۍ بای بچه قاک سیمي ته یو موټر او د دې ترڅنګ د البرز، شولګره، کشندي، زارع، مارمل او چهارکینت ولسوالیو عموي او فرعي لاري د ۲۰۹ الفتح قول اردو او ټولګټو چارو ریاست د قوي ماشینرۍ په وسیله خلاصي او د ولس د تګ راتګ پر مخ خلاصي شوې.