د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسولينو ویلي؛ دې ولايت ته د بهرنيو سيلانيانو په شمېر کې ډيروالی راغلی دی.
د مسولینو په وینا، له ۱۴۰۲ کال څخه تر اوسه ۲۹۳ تنو بهرنيو سيلانيانو له غزني څخه ليدنه کړې ده.
د غزني ولایت اطلاعاتو او کلتور د ریيس ملا حميدالله نثار په ویلي؛ په ټول هېواد په ځانګړي ډول غزني ولايت کې د ډاډمن امنيت په تامينيدو سره د ګرځندوی په برخه کې د پام وړ بدلون راغلی.
نوموړي زیاته کړې؛ د ۱۴۰۲ کال له پيل څخه تر دا مهاله د غزني ولايت د تاريخي او تفريحي سيمو څخه د ۲۹۳ تنو بهرنيو سيلانيانو ليدنه کړې ده، چې اکثريت يې د روسيې، ايران، چين، جنوبي کوريا او اروپايي هېوادونو څخه راغلي وو.
تېره ورځ هم شپږ تنه سيلانيان د انګلستان، اسټراليا، هندوستان او امريکا څخه د غزني ولايت د تاریخي سيمو، نظامي موزيم او لرغونو ځايونو د ليدنې په موخه ياد ولايت ته ورغلي وو.