ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: اسلامي امارت کډوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو هڅه کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبد السلام حنفي د بغلان ولایت له یو شمېر علماوو او بېرته راستنو شویو کډوالو سره لیدنه کړې.

یادو علماوو د بغلان د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

علماوو ویلي؛ د بغلان سیمه ییز مسولین د امنیت د ټینګښت، خلکو ته د لازیاتې هوساینې د رامنځته کولو او د دوی ستونزو د حل په برخه کې هڅې کوي.

نوموړو همداراز زیاته کړې، د بېرته راستنو شویو کډوالو د لېږد، ځای پرځای کولو، مېشتولو او د لازمو خدمتونو وړاندې کولو لپاره د خپلو امکاناتو په محدوده کې هلې ځلې کوي.

مولوي عبد السلام حنفي ویلي؛ خلکو ته د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول او دوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کې، اسلامي امارت د بېرته راستنو شویو کډوالو د لېږد، ځای پرځای کولو او دوی ته د کارموندنې په برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو په موخه له خپلو ټولو امکاناتو استفاده کوي.