ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مسولې لیدنه؛ د هېواد په لویو لارو کې د بېړنیو روغتیايي مرکزونو په جوړېدو خبرې شوي

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له مسولې اغلې های کیونګ جون سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د عامې روغتیا وزرات د معیارونو په نظر کې نیولو سره د ولسوالیو په کچه د روغتونونو پر جوړولو، د روغتیا په برخه کې پر لا زیاتې همغږۍ او د هېواد په لویو لارو کې د بېړنیو روغتیايي مرکزونو په جوړېدو خبرې کړي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د آسیا او آرام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له مسولې غوښتي، تر څو په یادو برخو کې د عامې روغتیا وزارت سره خپلې همکارۍ ته داوم ورکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مسولې په یادو برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې او د خپلو دوامداره همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی.