ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رییس الوزرا په مشرۍ د اړوندو ادارو د همغږۍ غونډه؛ د چارو په چټکتیا، په اداري چارو کې د ځنډ مخنیوی او د شفافیت په رامنځته کولو خبرې شوي

د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د ریاست الوزرا اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا غونډه په ارګ کې شوې.

د ریاست الوزرا دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د غونډې د هدف په تړاو معلومات ورکړي.

ډاکتر ملا عبدالواسع ویلي؛ د دې غونډې موخه د ریاست الوزرا اړوندو ادارو کې د چارو د لا چټکتيا، په اداري چارو کې د ځنډ مخنیوی، د همغږۍ زیاتوالی او لا زیات شفافیت رامنځته کول دي.

ورپسې د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور په شرعي او سالمه توګه د مسولیت ترسره کول غوره عبادت بللی او ویلي يي دي، مشوره الهي حکم دی او د اسلامي نظام هدف دا دی چې د الله (ج) د رضا لپاره د هغه د بندګانو په ښه توګه خدمت وکړو.

همداراز د ریاست الوزرا د ساتنې لوی رییس مولوي محمد عالم د ریاست الوزرا د اړوندو ادارو ترمنځ ښه همغږي او انسجام د دې لامل بللی، چې یاد ریاست تر اوسه په بریالیتوب خپلې چارې ترسره کړي.

د یادو مسولینو د خبرو تر اورېدو وروسته رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په تېرو ۲۰ کلونو کې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د ټولو مجاهدینو د قربانيو د ستايلو تر څنګ ویلي، ټول بايد د نظام د بقا او تقویت لپاره ورسپارل شوي مسولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

رییس الوزرا په فلسطین کې روانو ظلمونو ته په اشارې ویلي، نړۍ د فلسطین مظلومو خلکو سره روان جنايتونه نه ویني خو په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم د جعلي ادعاوو په تکرارولو سره د اسلامي نظام د بدنامولو هڅې کوي.

ملا محمد حسن اخوند زیاته کړې؛ د الله د کتاب او دين ساتنه يو لویه دعوه ده، چې اسلامي امارت ته ور له غاړې شوی په وينا يې چې دا یو ستر او دروند الهي مسولیت دی.

رییس الوزرا د چارو د لا ښه انسجام په موخه ټولو ته لارښوونه کړې، چې خپلو مسولیتونو ته دې پاملرنه ولري، ټول باید له مراجعينو سره نېک چلند وکړي، پر وخت د هغوی کارونه ترسره او د خنډ او ځنډ لامل يې ونه ګرځي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د ټولو امارتي ادارو مسولینو ته لارښوونه کړې، چې په چارو کې له عدالت او احتیاط څخه کار واخلي او د بیت المال ساتنې ته دې جدي پاملرنه وکړي.