د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي ادارې د اسیایي دفتر مشرې اغلې های کیونګ جون د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره لیدنه کړې.
په دغه ناسته کې د تازه راستنو شوو کډوالو، داخلي بېځايه شوو او په راتلونکې کې راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د بشري مرستو او خدماتو وړاندې کولو په میکانیزم خبرې شوي.
نوموړې ویلي، افغانستان ته د راتګ هدف یې دلته د کډوالو وضیعت له نږدې څارل او د جینوا په راتلونکي ناسته کې شریکول دي.
جون همدا راز د یادې ادارې ځینې ستونزې شریکې کړي او د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ غوښتنه یې کړې.
د کډوالو او رستنېدونکو چارو سرپرست ویلي؛ د مهاجرینو چارو وزارت هم یو بشري ارګان دی او له هرډول تبعیض پرته هېوادوالو ته خپل خدمتونه ترسره کوي.
ښاغلي حقاني زیاته کړې، مونږ ته د نظام اصول ترهرڅه زیات ارزښت لري او هر فعالیت باید د نظام له اصولو سره سم ترسره شي.
نوموړي په کارونو کې په همغږۍ، شفافیت او د فساد په مخنیوي ټینګار کړی.
د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد هم په پریکړه لیک او همغږۍ ټینګار کړی او ویلي يي دي، دا چې د دواړو ادارو د کار ساحه ګډه ده، نو خدمتونه هم باید د یوه ګډ پلان له مخې ترسره شي.