ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: افغانستان په انزوا کې نه، بلکې د نړۍ د پاملرنې په محوریت کې قرار لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل جامعة الایمان مدرسې د احادیثو د لویې دورې په فراغت غونډه کې ګډون او وینا کړې.

په دې غونډه کې د امر باالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو د اورېدو سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي ویلي؛ علما او امامان د ټولنې لارښوونکي دي او اړتیا ده، چې د اسلامي نظام او ټولنې ښه استازولي وکړي.

نوموړي زیاته کړې، اوس د اسلامي نظام له برکته په افغانستان کې اسلامي ناستې په شانداره مراسمو او له ویرې پرته ترسره کېږي او د اسلامي شریعت پلي کېدل یې د دې نظام لویه موخه بللې.

یاده غونډه کې د لوړو زدکړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم ویلي؛ په ټولنه کې د علماوو او شیوخو مسولیت تر نورو ډېر دی او اړتیا ده، چې ټول علما په ټولنه کې خپل مسولیت ته ځير و اوسي.

نوموړي زیاته کړې، د علم مقصد باید د دندې ترلاسه کول نه بلکې د ټولنې سالمه اصلاح او د علم پراخوالی وي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د حدیثو د لویې دورې په دې فراغت غونډه کې، تازه فارغو شوو علماوو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، چې د اسلامي نظام د پياوړتیا او د دین په پراختیا کې د علماوو ونډه اساسي ده.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د علماوو له برکته په تېر ۲۰ کلن جهاد کې ځوانان او هېوادوال د ازادۍ او جهاد په ارزښت پوه شول او د اشغال په مقابل کې د جهاد لپاره چمتو شول.

نوموړي د اشغال په مقابل کې د افغانانو جهاد، په ټولو اقوامو او د ټولنې په ټولو اقشارو پورې مربوط بللي، چې په وینا یې ټولو پکې په خپله اندازه ونډه اخیستې ده.

سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت د اسلامي مدارسو، دیني او عصري علومو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري او په راتلونکي کال کې به هره ولسوالۍ کې جهادي مدرسه د ځوانانو د روزنې په موخه جوړه شي.

هغه د مدرسې او ښوونځيو ترمنځ د فاصلې په لمنځه وړلو د ټینګار ترڅنګ ویلي، اوس هغه وخت دی چې له عصري علومو څخه فارغ ځوان به په دیني زدکړو هم سمبال وي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغه راز ویلي، چې د تېر شل کلن جهاد موخې ترلاسه شوي، چې د اشغال خاتمه او په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمیت و، اوس د دې وخت دی چې اسلامي امارت او ټول افغانان په ګډه د اقتصادي او سیاسي بریاوو په اړه کار وکړي او افغانستان اباد کړي.

مولوي عبدالکبیر نیوکه کړې، چې په تېرو شلو کالو کې د اشغال پر مهال د افغانستان د اقتصادي پياوړتیا لپاره هېڅ ډول اساسي پروژه نه ده عملې شوي؛ خو اسلامي امارت له خپلې ملي بودیجې څخه د اوبو د مهارولو، سترو او متوسطو بندونو جوړولو، سړک رغولو او نورو بنسټيزو پروژو په پلي کېدو کار روان کړی دی.

نوموړي اوسنی نظام د افغان مسلمان ملت خپل نظام بللی، چې په وینا یې د خلکو په ملاتړ او قربانیو رامنځته شوی او ولسونه په دې نظام او تېر شل کلن جهاد ویاړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې د پرمختګ په لوري روان دی او دا مهال کابو له ۳۸ هېوادونو سره دیپلوماتیکي اړیکي او د افغانستان سفیران او دیپلوماتان پکې په کار بوخت دي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان په انزوا کې قرار نه لري بلکې افغانستان د نړۍ د توجه د محور په توګه، نړیوال لېوالتیا لري چې خپل تعامل زیات کړي.

مولوي عبدالکبیر نړیوالو ته په خطاب کې ویلي، یوازینی نظام چې د افغانستان په بشپړې جغرافیه حاکمیت لري، ولسونه پرې رامات دي، سرتاسري امنیت یې تامین کړی، فساد او نشه يي توکي یې له منځه وړي او له افغانستان څخه چاته د ګواښ پېښېدو اجازه نه ورکوي، هغه اسلامي امارت دی.

هغه ټينګار کړی، چې اسلامي نظام تل دا ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې څخه به هیچاته ګواښ متوجه نشي او نړۍ پرته له دې چې له اسلامي امارت سره تعامل وکړي بله لار نه لري.