د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخواني اجراییوي ریيس پينو الارچي سره لیدنه کړې.
د دغه لیدنې پر مهال دواړو لورو په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د نشهيي توکو پر وړاندې د ترسره شوې مبارزې او په دغه برخه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې پر راتلونکو ګډو همکاریو خبرې کړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ اسلامي امارت د تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو پر مهال په افغانستان کې د نشهيي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه وکړه، چې اوسمهال یې د تولید او قاچاق کچه تقریبا صفر ته رسېدلې.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت په زرګونو پر نشهيي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړل، په ښه ډول یې د هغوی درملنه کړې او د کاري زمینې برابرولو په پار یې ورته د حرفوي زدهکړو پروګرامونه پيل کړي دي.
د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د یو خپلواک نظام او سرتاسري امنیت په راتلو سره د نشهيي توکو د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره ښه زمینه برابره شوې او نړیوال سازمانونه کولای شي په دغه برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخواني اجرایيوي ریيس د نشهيي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې او ویلي يي دي؛ نړیواله ټولنه مکلفیت لري، چې افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بدیلو کښتونو وړاندې کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره ګډه همکاري وکړي.
پينو الارچي زیاته کړې، دوی غواړي چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې نړیوال کنفرانس جوړ کړي او د دغه کنفرانس له لارې افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندې کولو په برخه کې د نړیوالو مالي ملاتړ راجلب کړي.