ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: افغان کډوال د پاکستان په نا امنۍ کې لاس نه لري

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له مشرې اغلې های کیونګ جون، په افغانستان کې د دغې ادارې له ریيس ښاغلي لیونارد زولو او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ مشرې افغانستان ته په خپل راتګ خوښي ښودلې او ویلي يي دي، اداره یې (UNHCR) د افغان کډوالو د ستونزو حل ته ژمنه ده او له هغوی سره به یې مرستې دوام وکړي.

نوموړې زیاته کړې؛ له کډوالۍ څخه بېرته افغانستان ته ستنېدونکو ټولو کډوالو سره مرستې کوي او دا مهمه ده، چې کډوال بېرته په افغاني ټولنه کې مدغم شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ یادې مسولې ویلي، راتلونکې اونۍ په جینوا کې د کډوالو اړوند جوړېدونکې ناستې ته به د خپل راپور په وړاندې کولو سره افغان کډوالو ته د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړي او د افغانستان شته حقایق به له نړیوالو سره شریک کړي.

جون ویلي؛ افغان کډوال له سختو شرایطو، فقر او بېکارۍ سره مخ دي، چې وچکالي او نورې طبیعي پېښې یې هم ژوند ګواښي او د کار موندنې ترڅنګ د سرپناه، روغتیا او پوهنې په برخو کې باید له هغوی سره اساسي مرستې وشي.

نوموړې څرګنده کړې؛ کډوالو او بې ځایه شویو کسانو ته د کارموندنې لپاره اړتیا ده، چې د افغانستان  اقتصادي پياوړتیا او د بنسټیزو پروژو په عملي کولو کې کورني او بهرني بنسټونه دخیل شي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت له افغان کډوالو سره د دغه سازمان او نورو مرستندویه ادارو د مرستو او همکاریو مننه او د دوام غوښتنه کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ لوږه، فقر او بیکاري له تېر رژیم څخه اسلامي امارت ته په میراث پاتې ده، چې کنټرول او ختمول به یې ډېر وخت او ډېرو امکاناتو ته اړتیا ولري.

په افغانستان کې اوږدو جګړو، وچکالۍ او طبیعي پېښو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي او اړتیا ده، چې له افغانانو سره بشري مرستې ډېرې شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ په اوسني وخت کې نړۍ باید له بشري اړخه افغانستان هېر نکړي او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو په داسې وخت کې، چې افغانستان له سختو طبیعي پېښو او ننګونو سره مخ و، په اجباري ډول د افغان کډوالو د ویستلو پروسه پيل کړه.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ افغان کډوال د پاکستان په نا امنۍ کې هېڅ رول نه لري، خو بیا هم په دغه هېواد کې افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي او زرګونه افغانان په بېګناه ډول زندانونو ته اچول شوي دي.

نوموړي غوښتنه کړې؛ افغان کډوال باید پرېښودل شي، چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي او په کور دننه ورته لازم چمتووالی هم ونیول شي.

نړیوال مرستندویه بنسټونه دې افغان کډوالو او بېځایه شویوته د دایمي سرپناه او کار په برخه کې مرستې وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال همداراز ویلي، اسلامي امارت کوښښ کوي چې د سترو بنسټيزو پروژو پلي کولو او د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا سره خلکو ته کار پیدا کړي.

سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ د تاسف ځای دی چې د دوحې په تېره ناسته کې د افغان کډوالو موضوع او په افغانستان کې شته حقایقو ته ښه پاملرنه ونشوه او له دې پدیدې سره د مرستو راټولولو او دوام په اړه هیچا، حتی د ملګرو ملتونو سرمنشي هم څه ونه ویل.

مولوي عبدالکبیر نیوکه کړې، چې د ملګرو ملتونو او د ځينو نورو نړیوالو ادارو د هغو راپورونو له امله چې په ناسمو معلوماتو ولاړ وي، خلک ناقانونه کډوالۍ ته هڅول کېږي.

هغه ویلي، په افغانستان کې پام وړ پرمختګونه شوي؛ د نشه يي توکو تولید او قاچاق صفر شوی، په نشه يي توکو روږدي تر درملنې لاندې دي، د اقتصادي پياوړتیا لپاره هڅې پیل شوي، غصب، زورواکي او باج اخیستل پای ته رسېدلي دي.