له شبرغان څخه مزارشریف ښار ته د ګازو نل لیکه چې د اسلامي امارت له لوري ورته ۶۰۹ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي دي، د ۹۵.۵ کیلومټره په اوږدوالي سر ه به په ۲۴ ساعتونو کې ۱.۵ میلیونه متر مکعب ګازو د لیږد وړتیا ولري.
د دغې پروژې چارې په نړیوالو معیارونو سره د افغان انجنیرانو له خوا ترسره کېږي.
له دغو ګازو څخه به په مزار شریف ښار کې د برېښنا، غضنفر پاور، د ښيښو جوړونې کارخونه او همدا راز به ترې په صنعتي پارکونو کې ګټه واخیستل شي.
په یادو کارخونو کې به ګڼ شمېر هېواد والو ته د کار زمینه برابره شي او همدارنګه به د برېښنا، ښيښو جوړولو او په ډېرو نورو برخو کې افغانستان د ځان بساینې خواته نږدې کړي.
اوس مهال د شبرغان د ګازو له څاه ګانو څخه د ورځې ۶۵۰ زره متر مکعب ګاز ویستل کېږي، چې د آقچې او شبرغان ښار کې د کورونو تر څنګ بیات پاور او برېښنا او په نور بېلابېلو برخو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.