د خوست ولایت د ګربزو ولسوالي اړوند د لیژې کلي ذخیروي بند د جوړېدو چارې ۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل سیندیزې حوزې عمومي رییس انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د خوست شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي عبدالقیوم ثابت او یو شمېر سیمه ییزو مسولینو، علماوو او مخورو په شتون کې پیل شوې.
د خوست شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رییس د یادې پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د یاد کلي اوسیدونکو ته ډاډ ورکړی، چې د دغې پروژې د چارو له بهیر څخه به په جدي توګه څارنه وکړې، ترڅو چارې یې په غوره کیفیت او معیاري توګه ترسره شي.
یاد ذخیروي بند د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت سره د ۴۵ متره په اوږدوالي، د تهداب په شمول ۱۲.۳۷ متره په لوړوالي، په تهداب کې د ۲۹.۸۰ متره او په سر کې د څلور متره په سور سره جوړېږي، چې د ۱.۲ کیلومتره آبګیر ساحې په درلودلو سره به د ۹۷ زره متره معکب اوبو د زیرمه کولو وړتیا ولري.
په کلني ډول به شاوخوا د ۱۱۰ زره متره مکعب په اندازه د ځمکې لاندې اوبه تغذیه شي او ۲۵ هکتاره کرنیزه ځمکه به هم د سیلابونو له ویجاړیو څخه خوندي او د سیمې ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

