ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د شدیدې لوږې له امله ۱۵ ماشومانو ژوند بایللی

د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې د غزې په شمال الوده او کمال عدوان روغتونونو کې ۱۵ ماشومانو د شدیدې لوږې له امله ژوند بایللی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګیبریسوس ویلي، چې تازه د دې ادارې چارواکو له یادو روغتونونو څخه لیدنه کړې او وېروونکې او بدې پایلې یې ترلاسه کړې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې دوو روغتونونو کې، چې ودانۍ او تاسیسات یې هم د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې ویجاړ شوي، شدیده خوراځواکي لیدل شوې ده.

له دې وړاندې د فلسطین رسمي خبري اژانس “وفا” د تېرې یک‌شنبې په ورځ د مارچ په درېیمه د غزې تړانګې جنوب او رفع ښار په یوه روغتون کې د لوږې له امله د ۱۶ ماشومانو د مړینې خبر ورکړی و.

غزه کې د خوراکي توکو کمښت او د څښاکو اوبو ته نه لاسرسی جدي ستونزه ده، چې د فلسطینیانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی او د ناورین کچې ته رسېدلې ده. مرستندویه سازمانونه غزه کې د شدیدې لوږې له امله اندېښمن دي.

ملګرو ملتونو تېره اونۍ خبرداری ورکړی و، چې غزه کې له قحطۍ او لوږې تېښته نشته.

یونیسف هم څو ځلې غزه کې د شدیدې لوږې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ماشومانو د مړينې په تړاو اندېښنه په حقیقت بدله شوې او د لا زیاتېدو وېره یې موجوده ده.