ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوسپنې پټلۍ اداره: تېره اوونۍ څه باندې ۹۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي؛ تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د حوت مياشتي له ۴مې څخه د حوت تر ۱۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۰ زره او ۱۹۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۴ زره او ۳۸۲ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې اووه زره او ۲۷۰ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې اته زره او ۵۴۲ ټنه انتقالات، چې ټول ۹۰ زره او ۱۹۴ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې ادارې په وینا؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې یو زر او ۵۶۰  ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې کينو، وچه مېوه او د آنارو جوس دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.