ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نورالدین عزیزي: اسلامي امارت افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو لپاره ښه زمینه برابره کړې

د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد کې د افغان-ترکمن سوداګرۍ د تواصل کنفرانس کې د افغانستان د صنعت او سوداګري سرپرست وزیر په مشرۍ د اسلامي امارت د پلاوي په ګډون ګڼو افغان سوداګرو او د ترکمنستان حکومتي مسولینو او سوداګرو برخه اخیستې او دواړو لورو د سوداګرۍ په پراختیا او په دې برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګري سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.

نورالدین عزیزي له ترکمنستان سره ترانزیټ او سواګري مهمه بللې او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت دوړه اړخیزو او سیمه‌يیزو اقتصادي همکاریو ته ژمن دی.

ښاغلي عزیزي زیاته کړې، چې افغانستان د جنوبي او منځنۍ اسیا د وصل مرکز دی او ترکمنستان د سرشاره نفتي او غازي منابعو په درلودلو سره د انرژۍ د څلور لارې په توګه د شمال او جنوب په نښلولو کې مرسته کولای شي.

د ترکمستان د صنعت او سوداګري ادارې مشر مرګن ګوردوف د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په پراختیا ټینګا کړی او ویلي یې دي، چې هېواد یې د ټاپي پروژې پلې کولو ته ژمن دی او د اقتصادي تعاملاتو لپاره پوره امکانات وجود لري.

“په دواړو هېوادونو کې د اقتصادي تعاملاتو د پراختیا لپاره پوره امکانات شته. په ۲۰۲۳کال کې د افغانستان او ترکمنستان سوداګري ۴۵۷ میلونه ډالره وه او یوازې په تیره جنورۍ میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۴۶ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګرې شوې او دغه‌راز ترکمنستان ته د افغانستان په وارداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.”

افغان سوداګرو او پانګوالو د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په انډول ټینګار کړی او دغه کنفرانس یې د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره ښه فرصت بللی دی.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او ترکمنستان د یو شمیر ادارو استازو هم په دې کنفرانس کې رېل پټلۍ پروژ پلي کولو او بانکي خدمتونو په برخه کې د اسانتیاو په برابرولو او د دوه اړخیزو تړونونو په لاسلیک کولو ټینګار کړی دی.

حکمت‌الله نعیمي