ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد په ختیځ زون کې د مالي سکتور ملاتړ او د اسلامي بانکوالۍ پراختیا په موخه لویه ولسي غونډه شوې

ننګرهار کې د افغانستان بانک په نوښت د مالي سکتور ملاتړ او د اسلامي بانکوالۍ پراختیا په موخه لویه ولسي غونډه جوړه شوې.

په دې غونډه کې د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو د ولایتي چارواکو په شمول د ګڼ شمېر حکومتي ادارو مسولینو، سوداګرو، پانګوالو، سیمه ییزو متنفذینو، صرافانو، اصنافو او د خصوصي سکتور واک لرونکو استازو ګډون کړی و.

ګډون کوونکو د بانکي سکتور د ښه والي، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو معیاري کولو، د افغانۍ ترویج او مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي په اړه خبرې او د نظرونو تبادله کړې.

د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخوند د افغانستان بانک د کړنو، په ځانګړي ډول د افغانۍ نرخ د ثبات ستاینه کړې، په راکړه ورکړه کې یې د افغانۍ پر کارونه ټینګار کړی او له خلکو، په ځانګړې توګه له سوداګرو او متشبثینو څخه یې غوښتي، چې په خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو کې له افغانۍ څخه کار واخلي.

د افغانستان بانک سرپرست رییس هدایت الله بدري د پولي سیاستونو د مؤثر پلي کېدو، د افغانۍ ترویج، د بانکي سکتور ملاتړ، د صرافانو او مالي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو میکانیزه کولو، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او د بانک د نورو لاسته راوړنو په اړه خبرې کړي او د یادو سکتورونو د ښه‌والي په برخه کې یې د علماوو، سیمه ییزو متنفذینو، سوداګرو او خلکو ونډه مهمه بللې او له هغوی یې غوښتي، چې د افغانستان بانک سره د خپلو پالیسیو په مؤثر تطبیق کې همکاري وکړي.

د غونډې په دوام کې د بانکي سکتور د اوسني حالت او د راتلونکي اصلاحي پلانونو، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي او د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د تنظیمولو په اړه ګډونوالو ته ګټور پریزنټیشنونه وړاندې کړي.

د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی امر صدیق الله خالد د افغانۍ د ترویج، د راکړې ورکړې پر مهال د افغانۍ د سمې کاروَنې او ساتنې، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو په شمول د غیر بانکي مالي موسسو د فعالیتونو د میکانیزه کولو او د بانکي سکتور د ملاتړ په اړه یې لنډې خبرې کړي.

همداراز نوموړي د دې پروګرامونو په بریالیتوب کې د خلکو رول مهم بللی او له هغوی یې غوښتي، چې په دې برخو کې همکاري وکړي.