د اوبو او انرژي وزارت، کانونو او پطرولیم وزارت او تویار صنعتي شرکت ترمنځ د مس عینک “۲” پروژې د اوبو چمتو کولو په موخه د همغږۍ ناسته شوې.
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده د کانونو او پطرولیم وزارت د مس عینک پروژې له رییس انجنیر حمیدالله حبیبي او د تویار صنعتي شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې او د مس عینک “۲” پروژې لپاره د اوبو سرچینو د پیژندنې او د اوبو رسولو د څرنګوالي په اړه یې خبرې کړي.
په دغه لیدنه کې د اوبو مرستیال یادې پروژې ته د اوبو رسولو په برخه کې د دغه وزارت له لوري د همکاري ډاډ ورکړی او د قراردادي شرکت له مسولینو څخه یې غوښتي، چې د خپل اړتیا وړ اوبو کچه دې مشخصه کړي ترڅو د اوبو او انرژي وزارت د دوی د اړتیاوو پر بنسټ خپل لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه چمتو کړي.
د غونډې په پای کې د تخنیکي مسولینو تر منځ د همکاریو پر دوام او د معلوماتو پر شریکولو باندې هوکړه شوې او د چارو د پرمخ وړلو په موخه پر ګډو همکاریو باندې ټینګار شوی دی.