ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د هېواد د کرنیز انقلاب او پياوړتیا لپاره د قوش تېپې کانال په جوړولو کار پيل کړی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د (نیالګیو کېنول، د وچکالۍ له منځه وړل) تر عنوان لاندې ملي پروګرام د پيل په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

‎په دې ناسته کې چې د یو شمېر کورنیو او بهرنیو ادارو استازو او مسولینو شتون درلود.

‎ مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د نیالګیو کېنول د افغانستان د اقلیم، هوا پاکوالي او وچکالۍ سره د مبارزې غوره لار ده.

‎نوموړي له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د اوبو له مصرفولو سره مسولانه چلن وکړي او د ښې راتلونکې لپاره نیالګي کېنوي او ساتنه یې وکړي.

‎د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ چې په افغانستان کې د لسیزو جګړو، اشغال او د اقلیمي بدلون له امله تودوخه او د هوا ککړتیا زیاته شوې، ځنګلونه او شنې سیمې زیانمنې شوي دي.

‎نوموړي نیوکه کړې، چې افغانستان تر اوسه هم د اوبو رسولو او کانالیزاسیون یو منظم سیستم نه لري، چې له امله یې نن کابل او یوشمېر نورې سیمې د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دی.

‎ مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د کابل د اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د رالېږد په سیستم غور کړی او دغه پروژه به عملي شي.

‎سیاسي مرستیال زیاته کړې، د وچکالۍ او ځنګلونو د پرې کولو له امله د افغانستان اقتصاد زیانمن شوی، چې فقر او بیکاري یې ډېره کړې ده.

‎نوموړي ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې د ځنګلونو وهل منع اعلان شوي او د زیانمنو شویو سیمو د احیاء لپاره هڅې روانې دي.

‎د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په وینا، د اسلامي امارت له لوري د اوبو د مهارولو لپاره کار روان دی او په ټولو ولسوالیو کې به د اوبو د مهار او وچکالۍ د کابو کولو لپاره بندونه جوړ شي.

‎ مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د هېواد د کرنیز انقلاب او پياوړتیا لپاره د قوش تېپې کانال په جوړولو کار پيل کړی، چې لومړی فاز یې پای ته رسېدلی او په نورو یې کار روان دی.

‎د نوموړي په وینا، سږکال له افغانستان څخه د تازه مېوو په صادراتو کې کابو ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی او راتلونکي کال کې به نور هم پراختیا ومومي چې ډېری صادرات قزاقستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او نورو هېوادونو ته شوي دي.