د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (سه شنبه، د کب ۱۵مه) په کابل ښار کې د انسان تښتوونکو له منګولو د ژغورل شوي ماشوم عبدالفهیم له کورنۍ او خپلوانو سره د هغوی په استوګنځي کې لیدنه کړې.
په دې ناسته کې چې د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قوماندانۍ څو تنو منسوبینو هم شتون درلود، مولوي عبدالکبیر د انسان تښتوونکو له منګولو د عبدالفهیم د ژغورنې په برخه کې د امنیتي ادارو او مجاهدینو هڅې وستایلې او هغه یې له ویاړه ډکې وبللې.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د عبدالفهیم د کورنۍ غړو ته د امنیت ډاډ ورکړ او ویلي يي دي، ټولې امنیتي ادارې د خلکو د سر او مال خوندي کولو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.
مولوي عبدالکبیر پوځي مسولینو ته په خطاب کې ویلي، چې د انسان تښتوونکو او هغو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي، چې د ولس ارامتیا او د ټولنې نظم او امنیت خرابوي.
د ژغورل شوي ماشوم کورنۍ د اسلامي امارت له هڅو مننه کړې او ويلي يي دي؛ د اسلامي نظام په راتګ سره د ولس هیلې ژوندۍ شوې، د افغانانو غږ اورېدل کیږي او حق ترلاسه کولای شي.
یادې کورنۍ زیاته کړې، د اسلامي امارت د مجاهدینو د رښتینو هڅو په پایله کې د انسان تښتوونکو له منګولو د هغوی ماشوم راخلاص او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.