د افغانستان بانک سرپرست رییس هدايت الله بدري د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولايتونو له واليانو، امنيتي مسولينو او ښاروالانو سره لیدنه کړې.
د دې لیدنې موخه د مالي سکتور پیاوړتیا، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د افغانۍ ترویج او خلکو ته د مالي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د امارتي ادارو ترمنځ د ګډو هڅو او همکاریو روحیه رامنځته کول و.
ښاغلي بدري د ختیځ زون له واليانو او د یادو ولایتونو له امنیتي مسولینو څخه غوښتي، چې په خپل وار د ملي پروسو په ځانګړي ډول د افغانۍ د ترویج په برخه کې خلکو ته د پوهاوي برابرولو او د ولس ملاتړ په ترلاسه کولو کې هڅې وکړي او د افغانستان بانک ته د همکارۍ لاس ورکړي.
نوموړي همدارنګه له هېواد څخه بهر ته د ډالرو د قاچاق د مخنیوي په برخه ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د اړوندو ادارو د همکارۍ غوښتنه کړې.
د ختیځ زون د ولایتونو والیانو او امنیتي مسولینو د افغانستان بانک سره د همکارۍ ډاډ ورکړی.