په مالیزیا کې د اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست نقیب الله احمدي د یاد هېواد د پوهنې له پخواني وزیر او د مالیزیا د پرمختللو اسلامي زده کړو نړیوال انسټیټېوټ له مشر پروفیسور ډاکټر مزلي ملک سره لیدنه کړې او په ګڼو موضوعاتو یې خبرې کړي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ اړوند د اسلامي تعلیماتو په برخه کې د څړنیزو همکاريو په برخه کې پریکړه لیک او ګډ کار په اړه خبرې اترې وشوې.
غونډه کې همدارانګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د ګډو همکاریو او علمي تجربو شریکولو په موخه د کنفرانس جوړولو باندې بحث شوی.
د یاد انسټیټېوټ مشر د ګډو کنفرانسونو، افغان علمي او تاریخي شخصیتونو اړوند پروګرمونو جوړولو او په ټوله کې له افغانستان سره په تعلیمي برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتوالی ښودلی.