ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مالیې وزارت: روان کال کې د هېواد ټولو ولسوالیو ته ۵ میلیونه افغانۍ پراختیايي بودیجه ځانګړې شوې وه

د مالیې وزارت ویلي؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ په ۱۴۰۲ مالي کال کې د ملي بودیجې له پراختیایي برخي څخه بېله، د هېواد هري ولسوالۍ د رغونې او بیارغونې په موخه پینځه میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه.

یاد وزارت زیاته کړې؛ دغه ځانګړې شوې بودیجه په ولسوالیو کې د ولایتي ادارې په همغږۍ په خپلواکه توګه لګول کېده، چې ستره برخه یې د ولسوالیو رغونه، بیا رغونه، د تاسیساتو ساتنه، څارنه او لومړيتوب لرونکي پروژې وې.

 د وزارت په وینا؛ ټاکل شوې بودیجه د روان ۱۴۰۲ مالي کال تر پای ته رسېدو مخکي د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ په ولسوالیو کې په یادو شوو اړینو کوچنیو پراختیایي پروژو لګول شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې د دغې بودیجې په واسطه په ولسوالیو کې ځیني پروژې بشپړې شوي او ځیني نورې به د روان مالي کال تر پایه پوري بشپړې شي.