ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد د یو شمیر لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د ټولګټو وزارت د هېواد یو شمیر سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت په اړه ويلي!

سالنګ: نن ورځ په سالنګونو کې د وارورې اورښت جریان لري او یاده لویه لار د ترافیکو د تګ را تګ پرمخ پرانیستي، مسافر وړونکی وسایط له دواړو لورو او باروړونکي وسایطوته د شمال څخه جنوب لوري ته د حرکت اجازه لري.

 نورستان: د یاد ولایت د کونتوا مسیر، د جودا – چتراس او وایګل ولسوالۍ مسیرونه، چې د تیرو ورځو د واورې د درانه اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړي وو، دا مهال یې د پاک کالرۍ چاري جریان لري.

همدا رنګه د غزني ولایت د ناهور ولسوالۍ او د شمس الدین کوتل لارې، د سرپل ولایت د قم کوتل لار، د غور ولایت اړوند یو شمیر لارې او د فراه ولایت د پرچمن ولسوالي سړک د تیرو درنو اورښتونو، طوفان او باد کویه له امله د ترافیکو پرمخ تړلي دي؛ خو د پاک کارۍ او خلاصولو چارې یې د ټولګټو وزارت د ولایتي پرسول لخوا په چټکۍ سره جریان لري.

 دغه راز د هېواد یو شمیر لویې لارې او سړکونه چې په تیرو څو ورځو کې د واورو اورښت، طوفان او واوره ښویېدنې له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو؛ د ټولګټووزارت ولایتي پرسونل په شپه او ورځ هڅو د واوروڅخه پاک کاري او د ترافیکو پرمخ پرانیستي دي.

 د یادونې وړ ده چې د ټولګټو وزارت ولایتي کارکونکي د هېواد په بیلابیلو برخو او زیان منونکو سیمو کې د واورې په پاکولو بوخت دي ترڅو هېواد والو ته بشپړې ترانسپورتي اسانتياوې برابرې کړي.