ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست کلنۍ غونډه؛ د یاد ریاست مرستیالانو، د ادارو رییسانو او کارکوونکو د تېر کال لاسته راوړنې شریکې کړي

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست کلنۍ غونډه د ریاست الوزرا دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع په شتون کې ترسره شوې.

په دې غونډه کې د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رییس د لوی ریاست د ټولو ادارو د مسولینو او کارکوونکو کړنې او خدمتونه ستایلي او له الهي دربار څخه یې هغوی ته اسلامي نظام او خلکو ته د خدمت او لا زیاتو پرمختګونو هیله کړې. 

ډاکتر ملا عبدالواسع ویلي؛ تېر کال له لاسته راوړنو ډک و او راتلونکی کال به د الله (ج) په مرسته او د دې برخې د کارکوونکو په همت پاتې ستونزې هم حل شي او په چارو کې به لا زیات پرمختګونه څرګند شي.

نوموړي د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرامونه مهم بللي او په راتلونکي کې یې د دغه ډول ورکشاپونو زیاتولو لپاره اړوندو مسولینو ته لارښوونه کړې، چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د چارو ترسره کول زموږ دیني دنده ده او موږ باید خپل کارونه په پیاوړې اراده او اخلاص ترسره کړو او سپارل شویو مسولینو ته جدي پاملرنه وکړو.

د ریاست الوزرا دفتر عمومي رییس له ټولو کارکوونکو څخه غوښتي، چې د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ لا زیاتوالي او د خلکو ستونزو حل لپاره هڅه وکړي او په چارو کې د شفافیت لپاره خپل رغنده نظرونه له یو بل سره شریک کړي.

وروسته د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست د منابع او ادارې مرستیال مفتي سید احمد مستقیم ویلي، موږ ټول په عباداتو او نیکو اخلاقو مکلف یوو او باید د ناسمو کارونو مخنیوی وکړو.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ د محشر په ورځ د الله تعالی پر وړاندې د خپلو چارو ځواب ویونکي یوو، په همدې اساس رسمي وختونه باید ضایع نه کړو، د مسولینو اطاعت، د بیت المال ساتنه، اسلامي نظام او د خلکو د ستونزو حل لپاره په همغږۍ او صمیمت هڅه وکړو.

ورپسې د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رییس مولوي محمد هاشم د وخت پابندي مهمه بللی او ویلي يي دي، په بیت المال کې د خیانت او بې احتیاطۍ مخنیوی دنیوي او اخروي مسولیت دی.

نوموړي دې ته په اشارې چې د افغانستان دښمنان په وسله واله جګړه کې ناکام شول او اوس د بشري حقونو تر نامه لاندې منفي تبلیغات کوي ویلي؛ آیا د فلسطیني کوچنیانو او مېرمنو وژنه له بشري حقونو سرغړونه نه ده؟

آیا په جلال اباد، اروزګان، فراه، کندوز، کابل او د هېواد په نورو سیمو کې د افغانانو د کورونو بمبارول له بشري حقونو سرغړونه نه وه چې زرګونه مېرمنې، کوچنیان، سپین ږیري او ځوانان پکې شهیدان شول؟

وروسته د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست د بشري سرچینو رییس مولوي محمد داوود محمدي د یاد ریاست د بېلابېلو ادارو او کارکوونکو ترمنځ پر لازیاتو ګډو هڅو او همکاریو ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ موږ باید د لوی خدای (ج) د وینا مطابق په نېکۍ او تقوا کې له یو بل سره همکاري او له ګناه ډډه وکړو او زموږ ادارې باید نورو ته بېلګې وي.

نوموړي زیاته کړې؛ په تېرو دوه لسیزو کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه هېڅ راز سیمینار یا پروګرام نه و جوړ شوی، خو موږ په تېرو دوو کلونو کې د بشري سرچینو ریاست ۱۲ روزنیزې برنامې او سیمینارونه د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره جوړ کړي او په راتلونکي کال کې هم زیات پروګرامونه په پام کې لرو.