ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهار‌شنبې ورځ، د ۲۴/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۶/۱۲/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۴۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۹۷ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۱ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۸۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې د لوري له ۴۰ کورنیو سره ۳۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۱۴ کورنۍ په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې شوې.

د خدمتونو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن بکلوریا سند لرونکی، یو تن فوق بکلوریا سند لرونکی، دوه تنه لیسانس، درې تنه حافظان، ۵۰ تنه غریبکار او ۲۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۸۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۷۸ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹ تنه و، میوند ولسوالۍ ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته درې زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۴۴۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۸۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۱۴ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۱۸۰عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن بکلوریا سند لرونکی، دوه حافظان، درې تنه دیني عالمان، ۳۰ تنه غریبکار او اووه تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۴۳ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۷۰ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــکا

انګور اډې لار ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې درې کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

د انګور اډې څخه درې کورنۍ خپلو ولسوالیو او کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له درې کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۳۰ زره افغانۍ کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په انګور اډه کې کډوالو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په انګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۳۵ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د انګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

راستنېدونکو کډوالو ته د ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول او همداشان د کډوالو د کورنیو مشرانو ته د خپلو سیمو، دین او هیواد په اړه معلومات ورکړل شول.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز دوه زره او ۹۹ مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې د لوري له ۱۳ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۴۹ ته کیږي، لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۳۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې۳۶ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۳۲ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۵۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې ۳۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د هرات په اسلام کلا کې ۶۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۰ کورنیو سره مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:             ۱۴۵ کورنۍ ۴۰۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۳۶ کورنۍ ۱۹۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۱۱۶ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:    ۱۱۰ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۴۳۹ عدده