ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر او د یوې چینايي لوژیستکي کمپنۍ رییس لیدنه؛ په دوه اړخیزو تجارتي اسانتیاوو خبرې شوي

په چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د یوې چینایي لوژیستکي کمپنۍ له عمومي رییس هونګ مینګ فنګ سره لیدنه کړې.

یاده کمپنۍ له چین څخه روسیې او اروپا ته د ریل له لارې د انتقالاتو په برخه کې کار کوي.

په ناسته کې د یادې کمپنۍ مشر ویلي؛ اوس مهال یې په تاشکند او ګرجستان کې د ازادې سوداګرۍ د پراختیا په موخه مجهز لوژیستک مرکزونه جوړ کړي او غواړي، چې د افغانستان په حیرتان او مزار شریف کې هم د ورته مرکزونو په جوړولو کې سرمایه ګذاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اماده دی، چې له چین څخه افغانستان او له افغانستان څخه چین ته د افغاني او چینایي مالونو د انتقال په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي له خپله اړخه په اړوندو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

مولوي بلال کریمي نوموړي ته د ټولو هغو ستونزو یادونه کړې، چې اوس مهال د اموالو د انتقال په برخو کې افغان سوداګر ورسره مخ دي.

د اسلامي امارت لوی سفیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت دې ترجیح ورکوي، چې د مالونو د انتقال دهلیزونه متنوع، لنډ، ارزانه او په منظم او سنجیده ډول ترې استفاده وشي.

دغه راز دواړو خواوو د تجارتي اسانتیاوو او اړونده اقتصادي مسایلو په اړه د نظرونو تبادله کړې.