د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشورتي غونډه تر سره شوه.
دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر منثبت تعامل ټینګار کړی.
ملګرو ملتونو کې د چین ځانګړي استازي ګنګ شوانګ له اسلامي امارت سره د خبرو په دوام ټینګار کړی او ویلي یې ده، چې د تعامل لپاره باید له شرطونو او تحمیلي موضوعاتو څخه ډډه وشي.
ښاغلي شوانګ زیاته کړې، د اسلامي امارت په حاکمیت سره د افغانستان کورني ثبات او د افغانانو اقتصاي وضعیت ښه شوی دی.
دغه راز په ملګرو ملتونو کې د روسیې ځانګړي استازي انا اوستیګنیوا دې غونډه کې ویلي، چې له اسلامي امارت سره له تعامل پرته د افغانانو د ستونزو حل ممکېن نه دی.
نوموړي زیاته کړې، له اسلامي امارت سره باید له قید او شرط پرته مثبت تعامل وشي.