د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ۱۵م پړاو سیالۍ چې د ۱۲ ولایتي لوبډلو ترمنځ د تېرې فبروري میاشتې په ۲۰مه نېټه د هېواد په درې ولایتونو کې پیل شوې وې، چې په غازي امان الله خان کرېکټ لوبغالي کې د کابل ب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبې ته د پکتیا او کابل ب لوبډلو لاره موندلې وه، د لوبې پچه د پکتیا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنېې پرېکړه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د ځپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره ۲۶۲ منډې جوړې کړې او د کابل ولایت ب لوبډلې ته یې د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.
د پکتیا ولایت لپاره لوبډلشمر صدیق الله پاچا ۱۰۰*، محمد ریاض ۵۲، رحمن زرمتي ۴۰ او مروان نثار ۲۰ منډې جوړې کړې.
له بلې خوا د کابل ولایت ب لوبډلې لپاره عبدالله احمدزي ۴، عاقل خان ۲، عمرزېب، وسیم اکرم او شهریار خان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د کابل ولایت ب لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې خورا ښه توپوهنه وکړه او د محبوب تسکین د سلیزې (۱۱۶* منډې) او لوبډلمشر سمیع الله مموزي ۵۴ او عثمان نوري د ۵۳* منډو پر مټ دغه هدف په ۴۹م اور کې ترلاسه کړ او دغه لوبه یې د ۷ ویکټو په توپیر په خپله ګټه پای ته ورسوله.
د پکتیا لپاره په توپ اچونه کې سمیع الله سرمست، حقمل اریا او برکت الله کډاډا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه خو خپله لوبډله یې له ماتې ونه شوه ژغورلی.
د لوبې غوره لوبغاړی د کابل ب لوبډلې تکړه توپوهونکی محبوب تسکین ونومول شو چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۱۱۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د دغو سیالیو تر ټولو غوره توپوهونکی هم د کابل لوبډلې تکړه لوبغاړی محبوب تسکین ونومول شو، چې په پینځو پاڼیو کې یې د دوه سلیزو پر مټ د ۵۹ منډو په اوسط سره ۲۹۵ منډې جوړې کړې وې.
همدارنګه د دې سیالیو غوره توپ اچوونکی هم د کابل ب لوبډلې تکړه لوبغاړی عبدالله احمدزی ونومول شو، چې په ۸ پاڼیو کې یې ۱۶ وېکټې ترلاسه کړې وې.
د ۱۵م پړاو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ځوان لوبغاړی هم د کابل ب لوبډلې ورو توپ اچوونکی عاقل خان ونومول شو، چې په لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې یې ۱۱ وېکټې ترلاسه کړې وې.
همدارنګه د دغو سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی بیا د پکتیا لوبډلې الرونډر حقمل اریا ونومول شو؛ نوموړي په ۷ سیالیو کې د یوې نیمه سلیزې پر مټ ۱۴۴ منډې جوړې کړې وې او ترڅنګ یې ۱۲ وېکټې هم ترلاسه کړې وې.
په دې سره د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ۱۵م پړاو هم پای ته ورسېد.
دا په روان کال کې د کورني کرېکټ دویم ټورنمنټ و چې ترسره کېږي، د دې سیالیو په تعقیب به په راتلونکې اپرېل میاشت کې د هېواد تر ټولو سترې شل اوریزې سیالۍ شپږیزه کرکت لیګ او ورپسې به د زونونو په کچه درې ورځنۍ سیالۍ پیل شي.