ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن د دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلېږي

د دغه لوبلړۍ لومړۍ لوبه به د کابل پر وخت نن مازدیګر ۴ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

له دې وړاندې افغانستان له ایرلنډ څخه په یوازینۍ ټېسټ لوبه کې د ۶ ویکټو په توپیر ماتې خوړلې وه او د دواړو لوبډلو ترمنځ له یو ورځنیو سیالیو وروسته به د دریو نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم پيل شي.

افغانستان او ایرلنډ تر دې دمه په خپلو کې ۳۰ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړي، چې افغانستان په کې ۱۶ ګتلي او یوه لوبه هم بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

له لوبې وړاندې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د یوه رسنیز کنفرانس پرمهال رسنیو ته د روانو لوبو لپاره د ملي لوبډلې د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړی دی او له هېوادوالو یې غوښتي، چې د خپلې لوبډلې ملاتړ وکړي ترڅو د نړیوال جام په څېر پياوړې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او ایرلینډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو کرېکټ سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن مازیګر ۰۳:۳۰ بجې له ملي‌‌سپورټ او د ملي راډیو ټلویزیون ویب پاڼې څخه په ژوندۍ او قانوني بڼه نشریږي.