ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سویلي افریقا چارواکي: نړیواله محکمه دې د صهیونستي رژیم پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

د سویلي افریقا چارواکو پرون چهارشنبې ویلي، چې نړیوالې محکمې څخه غواړي، تر څو د صهیونست رژیم پر وړاندې نور جدي ګامونه پورته کړي او اړ یې کړي تر څو غزه کې سملاسي اوربند اعلان کړي.

دغو چارواکو ویلي، چې اسرائیلیان له مخکېنیو پرېکړو او پر وړاندې یې پورته شویو ګامونو څخه سرغړونه کوي او اړتیا ده، چې نړیواله محکمه نور جدي اقدامات وکړي.

جنوبي افریقا دغه اعلان وروسته تر هغې کړی، چې غزه کې جګړه او د اسرائیلي پوځونو له لوري د ملکي فلسطینیانو عام وژنه ورځ تر بلې زور اخلي او تر دا مهاله په دغې پینځه میاشتېنۍ جګړه کې ۳۰ زره او ۷۰۰ کسان شهیدان شوي او تر ۷۱ زره تنه پورې نور ټپیان شوي دي.