د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د نیزه وهنې، ملي او دودیزو لوبو او وزلوبې ملي فدراسیون سره په همغږي د یما پټرولیم په مالي ملاتړ د یما پټرولیم په نوم د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ، چې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې له لسو ولایتونو څخه ۱۳ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، پایلوبې ته یې د یما پټرولیم او بغلان ځوانانو لوبډلو لار ومونده.
د یادو سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې یما پټرولیم لوبډلې بلخ لوبډلې ته د ۰/۵ او دویمه نیمه پایلوبه کې بغلان ځوانانو لوبډلې کندوز لوبډلې ته د ۴/۶ نمرو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار و مونده.
ټاکل شوې، چې د یادو سیالیو پایلوبه به د دواړو لوبډلو ترمنځ د کب په ۱۸راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو ګټونکې لوبډلې ته اوښان د ډالۍ په توګه ورکول کېږي.