ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح الله مجاهد: افغانستان کې د امنیتي پېښو په تړاو د ملګرو ملتونو وروستی راپور مغرضانه دی

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د امنيتي پيښو په تړاو د ملګرو ملتونو راپور ناسم او مغرضانه بللی.

د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله سږ کال ۳۷ سلنه امینتي پيښې زیاتې شوې.

د پيښو په تفصیل کې لیکې چې په دې کې اکثره هغه پيښې دي، چې امنیتي ځواکونو د مخدره موادو له چاقچیانو سره وخت په وخت را منځته کړې دي.

د دې پرځای چې دغه عملیات د مخدره توکو له قاچاقبرو سره وخت په وخت رامنځته شوې، وستایل شي او د امنیتي ځواکونو په بیدارۍ تعبیر شي، په عموم کې له دې موضوع څخه د افغانستان د بې امنه ښودلو لپاره استفاده شوې.

په داسې حال کې چې د اسلامي امارت امنیتي ويښ او زړور ځواکونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې هره ورځ د مفسدینو، غلو، اختطافچیانو، قاچاقبرو او ناوړه کسانو په وړاندې  په اجرأتو او مبارزه بوخت دي او په یادو مواردو کې د تیر کال په پرتله فوق العاده مثبت تغیر راغلی او دغه پېښې کمې شوي.

د نشه يي توکو سره د ګړندۍ مبارزې له امله، تیرکال څه د پاسه ۱۴ زره قاچاق وړونکي نيول شوي او محاکمو ته سپارل شوې، دغه راز څه باندې پینځه زره او ۵۰۰ ټنه نشه يي توکي له منځه وړل شوي.

تر یو زر او ۲۰۰ د مخدره موادو کارخونې ویجاړې شوې دي او ۱۵ زره او ٣٠٠ هکتاره ځمکه له نشه يي توکو پاکه شوې ده.

له دې څخه یې معلومولای شو، چې د ملګرو ملتونو په نوم سازمان څه ډول زموږ د خلکو د ذهنیت په خرابولو اخته ده او امنیت په نا امنۍ تعبیروي.

دغه کړنه د ځينو مشخصو استخباراتي کړیو او شریرو جهتونو چې په اسلامي امارت د فشارونو د واردلو ناکامه هڅې کوي په غوښتنه ترسره کیږي.

د افغانستان اسلامي امارت یاد راپورته د شک په سترګه ګوري او په دې برخه کې د ملګروملتونو د سازمان له نوم او عنوان څخه یې بده استفاده بولي.