ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغانستان ایرلینډ ته په ۳۵ منډو ماته ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې له یوې هر اړخیزې لوبې وروسته سیالې ایرلنډ لوبډلې ته د ۳۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په یاده لوبلړۍ کې یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ. 

د یادې سیالۍ پچه ارلینډي لوبډلمشر پال سټرلنګ وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

دې سره افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه پیل کړه، رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د تېر په څېر ښه پیل واخیست او د خپلې غوره ملګرتیا پر مټ یې افغان لوبډلې ته د توپ وهنې په پاڼۍ کې ښه پیل ورکړ.

رحمان الله ګربز ۱۲۱ منډې جوړې کړې او دې سره یې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې خپله شپږمه سلیزه ثبت کړه، چې د دې سلیزې په جوړولو نوموړی د شهزاد محمدي سره په ګډه د افغانستان لپاره د ډېرو سلیزو جوړوونکی مخکښ لوبغاړی شو.

دغه راز په توپ وهنه کې ابراهیم ځدراڼ ۶۰ او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۵۰ ناسوځېدلې منډو په جوړولو پنځوسیزې ترسره کړې.

محمد نبي هم د لوبې په وروستیو کې ۴۰ چټکې منډې تر سره کړې، چې په پایله کې یې افغان لوبډلې ارلینډ ته د ۳۱۱ منډو ستر هدف وټاکه. 

د ارلینډ توپ اچوونکو له جملې تیو ون ورکم دې، کرېګ ینګ او ګراهم هیوم یوه، یوه وېکټ ترلاسه کړه او د خپلې لوبډلې په ګټه تر نورو توپ اچوونکو ښه وځلېدل.

دویمه پاڼۍ کې کله چې ارلینډ لوبډلې خپله توپ وهنه پیل کړه، نو د پیل ۳ لوبغاړو یې ونشو کولی چې د فضل حق فاروقي او عظمت الله عمرزي د غوره توپ اچونې پر وړاندې ښه توپ وهنه وکړي او ډېر ژر یې خپلې وېکټې له لاسه ورکړې خو په مډل ارډر کې بیا هیري ټکټر او لورکن ټکر غوره توپ وهنه وکړه او تر ډېره یې خپله لوبډله په سیالۍ کې ژوندۍ وساتله.

ټکټر ۱۳۸ او ټکر ۸۵ منډې جوړې کړې خو د دواړو اوټ کېدو سره سم نورو توپ وهونکو ونشو کولی ملګرتیا وکړي او د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې ناکام شول.

هماغه وو چې د ۵۰ اورونو پوره کېدو وروسته یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۵ منډې جوړې کړې او هدف یې ترلاسه نکړ چې په دې سره یې لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ افغان لوبډلې ته د ۳۵ منډو په توپیر وبایلله.

د افغان توپ اچوونکو له خوا چټک توپ اچوونکو فضل حق فاروقي او عظمت الله عمرزي تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه؛ فاروقي ۴، عمرزي ۲ او دغه راز ګلبدین نایب او نور احمد د ارلینډۍ لوبډلې ۱،۱ لوبغاړی له ډګره وویست.

د افغان لوبډلې پیاوړی پیلیز توپ وهونکی رحمان الله ګربز د ۱۲۱ منډو په جوړولو د دې سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.