ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د افغانستان فرهنګي او کلتوري برخې ته ځانګړې پاملرنه لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بهرنیو چارو او عامې روغتیا سرپرست وزیرانو او یو شمېر نورو مسولینو په شتون کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو یو شمېر حافظانو، لیکوالانو، میناتورانو او ناشرانو سره لیدنه کړې.

دغه غونډه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري بلل شوې وه او پکې د هېواد په کچه د حافظانو، لیکوالانو، میناتورانو او ناشرانو استازو برخه اخیستې وه.

دوی په هېواد کې د قرانکریم په ګډون د یو شمېر دیني کتابونو د چاپ او طرحې لپاره د مشورو په موخه کابل ته بلل شوي و.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي ویلي؛ په کور دننه د قران کریم د چاپ او نشر په موخه د ریاست الوزرا عالي مقام ته شوي وړاندیزونه منظور شوي او ډېر ژر به په دې برخه کې پام وړ کارونه ترسره شي.

د ریاست الورزا سیاسي مرستیال په هېواد کې د چاپي اثارو او فرهنګي ودې لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې ستایلي او د ناستې له برخوالو یې مننه کړې، چې د اړينو موضوعاتو په اړه يې خپل نظرونه او مشورې له مسولینو سره شریکې کړې.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت د افغانستان فرهنګي او کلتوري برخې ته ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي په دې برخه کې د څو لسیزو نیمګړتیاوې حل کړي، چې په پایله کې به یې رښتیني اسلامي او افغاني کلتور او د فرهنګ ودې ته لاره هواره شي.

نوموړي زیاته کړې؛ په هېواد کې له نظامي اشغال سره هممهاله فرهنګي یرغل او تهاجم هم رامنځته شوی، چې اغېزې یې اوس هم محسوسېږي او د لمنځه وړو لپاره يې جدي اقدامات روان دي.

نوموړي د اسلامي او ملي فرهنګ وده او د فرهنګي تهاجم مخنيوی، د ټولو ليکوالو او مسولينو ګډ مسوليت بللی.

د رياست الوزرا مرستيال زیاته ویلي، اسلامي امارت له فتحې وروسته هم ټولو هغو ناخوالو او ناوړه تجربو ته متوجه دی، چې د تاریخ په اوږدو کې ورسره ملتونه او دولتونه مخ شوي او له امله يې هېوادونه په بحران او کورنیو جګړو کې ښکېل شوي دي. 

د سیاسي مرستیال په وینا؛ اسلامي امارت په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ډګرونو کې شته ستونزو او د نړۍ د استخباراتي شبکو شومو پلانونو ته پاملرنه دی، په پوره احتیاط ګام اخلي او هڅه کوي افغانستان د نظامي په څېر په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ډګرونو کې هم بریالی شي.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو په پای کې د لیکوالانو، حافظانو، میناتورانو او ناشرانو وړاندیزونو ته د رسېدنې ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت پلان لري په کور دننه د چاپ صنعت پراختیا ته زمینه برابره کړي، ترڅو د دیني کتابونو په ګډون ټول اړتيا وړ کتبي اثار په افغانستان کې چاپ شي.