ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنج‌شنبې ورځ، د ۲۵/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۷/۱۲/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۶۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱۴۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۳ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۶۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

*د مالي چارو د تنظیم کمېټه: *

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱ کورنیو سره مرسته وشوه چې مجموعاً ۱۶۲ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې ۱۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۴۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې ۲ تنه بکلوریا سند لرونکی، ۳ تنه لیسانس، ۴ تنه حافظان، ۱تن تدیني عالم، ۴۸ تنه غریبکار او ۲۰ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۷۸ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۸۷ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۲۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۲ تنه و، کابل، هلمند او کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱ کورنیو سره مرسته وشوه چې مجموعاً ۱۶۲ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

کندهار کې ۲۱ کورنۍ د تخته پل په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۳۸۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۳۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۸۴ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۱۴۲عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې ۶ تنه بکلوریا سند لرونکی، ۱ تن ماستر، ۱ تن حافظ، ۷۶ تنه غریبکار او ۱۵ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۰۰ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۵۶ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــکا

انګور اډې لار ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې ۱ کورنۍ هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

د انګور اډې څخه ۱ کورنۍ خپلې سیمې ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱ کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې مجموعاً ۱۰۰۰۰ زره افغانۍ کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په انګور اډه کې کډوالو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په انګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۲ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د انګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

راستنېدونکو کډوالو ته د ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول او همداشان د کډوالو د کورنیو مشرانو ته د خپلو سیمو، دین او هیواد په اړه معلومات ورکړل شول.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۱۳۰۷ مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې د لوري له ۱۷ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۶۸ ته کیږي، لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعاً ۱۷۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۳۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۲۵ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۳۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۱۳ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د هرات په اسلام کلا کې ۷۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱ کورنیو سره مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۱۶۶ کورنۍ ۵۱۰ افراد

لېږدول شوي کډوال: ۴۶ کورنۍ ۲۲۵ افراد

مرسته شوي کډوال: ۸۰ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۴۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۴۲۰ عدده