د هند ځانګړي استازي جي پي سنګ د افغانستان د ګڼ شمېر ملي سوداګرو سره د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان او هندوستان تر منځ پر اقتصادي، ترانزیتي او د افغان سوادګرو د ویزو په مسایلو خبرې شوي.
افغان سوداګرو د هند او افغانستان تر منځ دوه اړخیزه سوداګري د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختیا لپاره ارزښتمنه بللې او له هندي لوري یې د دوه اړخیزې سوداګري د ودې او پراختیا او په وړاندې یې د شته ستونزو د لیري کولو او افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو راوستولو غوښتنه کړې.
د هند ځانګړي استازي افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې د افغان سوداګرو مسایلو ته به جدي پاملرنه کوي او د شته ستونزو د لیري کولو او په ویزو کې د اسانتیاوو د راوستولو ژمنه یې کړې.
په دوه اړخیزه سوداګري کې یې د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ هندوستان غواړي چې د چابهار بندر له لارې سوداګري او تجارت ته وده ورکړي.
افغان سوداګرو د چابهار له لارې د سوداګري اړوند ځینوستونزو ته اشاره کړې، چې په ځواب کې یې د هند ځانګړي استازي د ستونزو د لیري کولو لپاره د جدي هڅو ژمنه کړې.