په چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي یوشیاویونګ سره لیدنه کړې.
د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د اسلامي امارت لوی سفیر ته هر کلی ویلی او یو ځل بیا یې د چین هغه موقف تکرار کړی، چې د افغانانو ملي حاکميت ته درناوی لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.
د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د افغانستان پر وړاندې یې د چین مثبت موقف ستایلی.
دغه راز په ناسته کې د چين او افغانستان تر منځ د سیاسي روابطو پر لا پراختیا، همدارنګه له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اتصال، تجارتي، روغتیایي، ترانزیټي، د دواړو هېوادونو تر منځ پر قونسلي مسایلو او یو شمیر نور مواردو باندې خبرې شوي دي.