ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: د اسلامي امارت دوه کلن اقتصادي وده او ثبات د تېرو ۴۰ کلونو په پرتله بې‌ساری دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف او ورسره پلاوي سره لیدنه کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ افغانستان او اوزبیکستان په فرهنګي، اقتصادي، سیاسي، تاريخي او مذهبي برخو کې دوستانه او د ورورګلوۍ اړیکې لري او هیله لرو چې دغه اړیکې لا پراخ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ  پر پولو هېڅ ډول امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې او الحمدلله له څلورو لسیزو وروسته په ټول افغانستان کې سوله او ارامي راغلې او ټول ملت د وروڼو په څېر ژوند کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي،؛ د داعش فتنه چې د بهرنیو استخباراتو زېږنده ده لمنځه وړل شوې، د نشه یي توکو کر، قاچاق او استعمال منع شوی او اداري فساد صفر شوی دی.

نوموړي زياته کړې، له ټولو ګاونډیانو په ځانګړي ډول اوزبیکستان سره د اسلامي امارت اړیکې نیک او دوستانه دي.

مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، موږ د ترانزیټي پروژو په ځانګړي ډول کاسا-۱۰۰۰، ټاپي او د افغان ـ ټرانس ریل پټلۍ پروژو په څېر، چې منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له سویلي اسیا سره وصلوي، د پلي کېدو په هڅه کې یوو.

د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اوزبیکستان د همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ افغانستان ته زموږ سفر ځانګړی ارزښت لري، چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ نوې پاڼه پرانیستل شي.

نوموړي دې ته په اشارې چې افغانستان او اوزبیکستان لرغونې دوستي لري او موږ باید د دې اجازه ورنکړو چې دغه هېواد یوازې پاتې شي ویلي، افغانستان په تېرو دوو کلونو کې پام وړ لاسته راوړنې لرلې او اقتصادي وده او ثبات يې په تېرو ۴۰ کلونو کې بې‌ساری او د ستاینې وړ دي.

د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ هېواد یې په افغانستان کې د ځمک پېژندنې، کانونو، کرنې، د اوبو سرچینو او د مزار شریف او د اوزبیکستان د سرخان دریا ولایتونو ترمنځ د ګډو کارخانو جوړولو په برخو کې د خپلو تجربو شریکولو ته چمتو دی.

نوموړي څرګنده کړې، د افغانستان د وړاندیز اړوند په مزار شریف کې د امام بخاري (رح) د مدرسې جوړولو په موخه د اوزبیکستان له لوري د تخنیکي څېړنو پړاو پیل شوی دی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ موږ بشپړ تیاری لرو، چې له اوزبیکستان سره په اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او فرهنګي برخو کې په همکارۍ او همغږۍ مخکې ولاړ شوو او له مختلفو برخو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د اقتصادي پروژو له پلي کېدو سره ستاسو له لېوالتیا څخه مننه کوو.