ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د اسرائیلو بریدونو دوام؛ څه باندې ۱۲ زره فلسطیني ماشومان شهیدان شوي

د فلسطین وافا خبري اژانس د خبر له مخې، اسرائیلي ځواکونو غزې په دیرالبله سمیه کې نن هم (د روژې په درېیمه ورځ) سهار بمبار کړی او په لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

اشغالي سیمو کې هم اسرائیلي ځواکونو پر عامو خلکو بریدونه کړي او لږ تر لږه څلور فلسطینیان یې شهیدان کړي دي.

غزه کې د اسرایلو د بریدونو له دوام سره هم مهاله د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې استازي جوزېپ بورېل پر اسرائیلو تور پورې کړی، چې غزه کې د خلکو له لوږې څخه د وسلې په توګه کار اخلي.

بلخوا بیا په غزه کې وروستۍ شمېرې، چې الجزیرې خبري شبکې خپرې کړي، ښيي چې د فلسطیني جهادي ډلو او صهیونست پوځ ترمنځ روانې څه باندې پینځه میاشتېنۍ جګړه او دغې جګړه کې د اسرائیلي ځواکونو په بې رحمه هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۲ زره او ۳۰۰ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي او دغه راز اته زره ۶۶۳ تنه ټپیان شوي دي.

همداراز په اشغالي سیمو کې هم شاوخوا ۱۱۳ تنه ماشومان شهیدان شوي دي.

غزه کې د لوږې له امله د مړه شویو ماشومانو شمېر هم مخ پر زیاتېدو دی او همدارنګه سلګونه زره نور ماشومان بیا له کمو خوړو، د سرپناه نه شتون، د جګړې له وېرې او نورو ستونزو سره مخ دي.