د پارالمپیک کمېټې پاراتکواندو درې کسیزه لوبډله د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همغږۍ د پاریس سهمیه کسب سیالیو د ګډون په موخه چین ته روانه شوه.
د دغې لوبډلې د خدای پامانۍ په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رdیس مولوي احمدالله وثیق، د پارالمپيک کمېټې مشرتابه پلاوي او ورزشکارانو ګډون کړی وو.
دغه سیالۍ به د شپږو ورځو په مخه د چین په لینان ښار کې وشي، چې د افغانستان له لوري به پکې دوه لوبغاړي او یوه روزونکی برخه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ به د کب پر ۲۴مه پیل او د راتلونکي کال د وري پر لومړۍ نېټه به پای ته ورسیږي.