ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت هڅه کوي څو په کور د دننه د کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو سره اقتصادي ودې ته لاره پرانېزي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع ټولنې له یو شمېر استازو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې راغلو مشرانو د اسلامي امارت له لوري د دوی وړاندېزونو او غوښتنو ته د رسېدنې له امله په مننې ویلي؛ ورځ تر بلې د امنیتي حالت په څېر د خلکو په اقتصادي وضعیت کې هم ښه والي لیدل کیږي او د خلکو ډېری هغه دوسیې حل شوي دي، چې له کلونو راهیسې پاتې وې.

یادو مشرانو دغه راز د اهل تشیع هېوادوالو د ستونزو د حل او وړاندیزونو په اړه خپلې غوښتنې په لیکلي ډول د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي دي.

 مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت د ټولو قومونو پر وړاندې یو شان مسولیت لري او ولسونو ته خدمت د حکومت تر ټولو مهمه دنده ده.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت هڅه کوي څو افغانانو ته د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې او په کور د دننه د کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو سره اقتصادي ودې ته لاره پرانېزي. 

نوموړي د اهل تشیع مخورو ته ډاډ ورکړی، چې پر وړاندېزونو به یې غور وشي.

همدارنګه په یوه بله لیدنه کې د کابل امنیه قوماندان ملا ولي جان حمزه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته د کابل ښار او ولسوالیو د امنیت او پولیسو د چلند په هکله معلومات ورکړي.

ښاغلي حمزه ویلي، په کابل کې د پولیسو او اړونده امنیتي ادارو په همکارۍ هغه ډلې چې په انسان تښتولو او د ناامنۍ په پېښو کې یې لاس لرلو نیول شوي او مسولو ادارو ته سپارل شوي دي.

د کابل د امنیه قومندان په وینا په ښار او ولسوالیو کې پر دندو بوخت مجاهدینو مسلکي زده کړې ترلاسه کړې او د لاغوره مسلکي چلند په موخه به دا لړۍ دوام ولري.

د ریاست الوزراءسیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل امنیه قومندانۍ هڅې ستایلي او ویلي يي دي، امنیتي ادارې دې د هغو کسانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي چې د خلکو ارام او عامه امنیت اخلالوي.

هغه د کابل ښار او ولسوالیو د امنیت د ټېنګښت اهمیت ته په اشارې سره ویلي، د مسولو ادارو همغږي او د خلکو همکاري کولای شي د کابل امنیت لاډاډمن کړي.

مولوي عبدالکبیر د چارو د لاښه سمون او پرمختګ په موخه د کابل امنیه قومندان ته لازمې سپارښتنې کړي دي.