کابل کې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قُمي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې پر دوو اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او وروستیو سیمهییزو سیاسي پرمختګونو په اړه هر اړخیزې خبرې شوي دي.
دواړو لوریو د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې مخ پر ودې یادې کړې او دا یې د ټولې سیمې په ګټه وبللې.
ناسته کې د ایران ځانګړي استازي د دوحې د وروستۍ ناستې په اړه هم معلومات وړاندې کړي دي.
په دغه ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په ایران کې د افغانانو د ځینو ستونزو د حل، افغانستان ته د برېښنا د زیاتوالي، چابهار بندر په اړه د پرمختګ او د وروستیو ورښتونو په نتیجه کې، نیمروز او سیستان ته د ابو د رسېدو په اړه خبرې کړي دي.