کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد په شمالي، لوېدیځو او سویلي ولایتونو کې د نفتو د څلورو نویو حوزو د کشف خبر ورکړی.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان ویلي، چې د هېواد په څو شمالي ولایتونو، افغان تاجک او د هرات لویدیځ، د هلمند سویل او د هېواد سویل ختیځ کې د نفتو حوزې سروې شوې، چې راتلونکی کال به یې د بودیجې له تصویب وروسته د استخراج عملي چارې پیل شي.
نوموړي زیاته کړې؛ ټاکل شوې د روان میلادي کال تر پایه د امو سیند نفتي حوزو په بېلا بېلو برخو کې ۲۳ نوې څاګانې وکیندل او فعالې شي، چې هېواد کې به د نفتو د استخراج کچه ۳ زره ټنه ته لوړه شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د مسولینو په وینا؛ اوسمهال د امو سیند له حوزو څخه استخراج شوي خام نفت هېواد کې د ۱۳ خصوصي فابریکو له لوري په کور د ننه پروسس او بازار ته وړاندې کیږي.