ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په اوزبیکستان کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په اوزبیکستان کې د افغانستان اسلامي امارت له سرپرست سفیر مولوي مغفورالله شهاب سره لیدنه کړې.

په تاشکند کې د اسلامي امارت سرپرست مولوي مغفورالله شهاب په اوزبیکستان کې د افغانستان سفارت د کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، د دې سفارت مسولین د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګولو او په هغه هېواد کې افغانانو ته د ښو خدمتونو برابرولو کوښښ کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په اوزبیکستان کې د افغانستان سفارت کړنې او فعالیتونه ستایلي او ویلي يي دي؛ دا دواړه هېوادونه په دیني، تاریخي او فرهنګي برخو کې زیات مشترکات لري او لازمه ده چې د دې سفارت مسولین د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا هڅې وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په اوزبیکستان کې د افغانستان سفارت مسولینو څخه غوښتي، چې په یاد هېواد کې افغانانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.