ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې سرپرست وزیر او د ایراني پلاوي لیدنه؛ د کرنې او مالدارۍ په ګډو همکاریو خبرې شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري د ایراني پلاوي سره لیدنه کړې.

د ايران د کرنې جهاد مرستيال عليرضا مهاجر ویلي؛ د کرنې وزارت له تخنيکي پلاوي سره مو د درې ورځني خبرو په ترڅ کې د خصوصي سکتور، د بوټو ساتنې او مالدارۍ په اړه خبرې وکړې او هوکړې ته ورسېدو چې موږ به له افغانستان سره په ګډه کار وکړو او موږ هیله لرو چې عملي کارونه به ژر تر ژره پیل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د تجربو او پوهې د لېږد، د کرنې د کادرونو د روزنې، د اوبو لګولو، کرنې، د صنعتي بوټو د کښت، وریجو، پنبې، صنعتي بوټو، ګني، مالدارۍ، د کرنیزو تکنالوژیو د انتقال، د ګډو نندارتونونو جوړول، د زېربنایي کارونو او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په اړه مو خبرې وکړې او هوکړې ته رسېدلي یو.

 د کرنې سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري ویلي؛ دغه سفر به د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې د ایران او اسلامي امارت ترمنځ د ګډ کار او بار یوه نوې پاڼه پرانیزي او دواړه مسلمان ملتونه به وکولای شي د خپل هېواد د پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.

د کرنې سرپرست وزیر څرګنده کړې؛ هیله لرو چې دا سفر به د راتلونکو ګامونو او ګډ کار لپاره نوې دروازې پرانیزي، افغانستان همکارۍ ته اړتیا لري او ښه بنسټونه لري چې کار پرې وشي.

نوموړي زیاته کړې؛ د انقلاب په کلونو کې، ډېرې ستونزې وې په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو څخه د ناروغیو د خپریدو له امله ډېر زيانونه رامنځته او څاروي یې وژلي دي، اوس چې تاسو د وزارت د بېلابېلو څانګو له متخصصینو سره غونډې کړي دی، موږ کولی شو راتلونکی ګډ کار پرمخ بوځو.

د يادونې وړ ده، چې ايراني پلاوى درې ورځې وړاندې د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مسولینو سره د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په بېلابېلو سکتورونو کې د ګډ کار د پيل او خبرو اترو په موخه کابل ته راغلى و او ټاکل شوې ده، چې دغه پلاوى به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مسولینو سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، چې پر بنسټ به یې په راتلونکو ورځو کې د عملي کار بهیر پیل شي.