ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روسیې د نفتو تر ټولو ستره تصفیه‌خونه د اوکراین په برید کې په نښه شوې

په روسیه د اوکراین د بې‌پيلوټه الوتکو د بریدونو پر دوام، د دې هېواد په ریازان سمیه کې د نفتو تر ټولو ستره تصفیه‌خونه په نښه شوې.

د راپورونو پر اساس یاده تصفیه‌خونه کې اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله یې څو کسان ټپیان شوي دي.

د راپورونو پر اساس اوکراین تېره ورځ هم د روسیې په سرحدي سیمه بلګورود کې د روسیې پر فدرالي امنیتي څانګه ډرون برید کړی و.

د دې برید په اړه چارواکو ویلي و، چې تلفات نه دي اوښتي او یوازې د ودانۍ د مخې برخه زیانمنه شوې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر خپل هېواد د بې‌پيلوټه الوتکو بریدونه د دې هېواد په ټاکنو کې د اوکراین مداخله ګڼلې ده.